ایکنانیوز له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ په اونیز خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان له کلونو راهسې دترهه ګرۍ قرباني دی ، امنیتي ځواکونه د ترهه ګرو په شیشت کې دي .دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې د افغانستان اړونده چارواکو ته د وروستیو ترهه ګرو بریدونو په باب نور معلومات هم ورکړی دي.
میرمن بلوچ زیاته کړې ده ، غیر قانوني ټي ټي پي ډلګۍ سره اړونده ترهه ګرې ډلګۍ د وروستیو حملو پړه په غاړه اخستې ده . د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمالیږي ، او ترهه ګرې ډلې ټپلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
هغې ووئيل باید دافغانستان طالب حکمرانان دې د ډيره اسماعیل خان د بوږنونکي پيښې پشمول د وروستیو ترهه ګرو حملو په اړه آزاد او شفاف څيړنې کړي دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې دغه راز ووئيل ، دپاکستان حکومت پر افغان حکومت دباؤ اچولی چې ددغو پيښو په اړه دې شفافې او ازادې څيړنې وکړي او په دغو حملو کې لاس لرونکي ټي ټي پي اړونده مسئولان دې پاکستان ته وسپاري .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دطالبانو حکومت د ډيره اسماعیل خان د پيښې په اړه د آزادو څيړنو خبر ورکړی دی.
میرمن ممتاز بلوچ دغه راز ووئيل، پاکستان د نړیوالو چارواکو له خوا د دترهه ګرۍ د پيښو په محکومیّت کې د اقداماتو ستاینه کوي ، د ملګروملتو امنیت شورا هم ددغې بزدلانه حملې به سختو ټکو سره غندنه کړې ده . او په داګه ئې د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت کارو او مالی مرسته کونکو د محاکمه کولو او سزاکولو غوښته کړې ده ..